امریکايي استخبارات:

طالبان د سولې په تړون د عمل کولو نیت او پلان نه لري

17 حوت 1398 ساعت 8:24

د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې څو ورځې وروسته امریکایي استخباراتو خبرداری ورکړی، چې طالبان د سولې په تړون د عمل کولو نیت او پلان نه لری.


د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې څو ورځې وروسته امریکایي استخباراتو خبرداری ورکړی، چې طالبان د سولې په تړون د عمل کولو نیت او پلان نه لری.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبرې دریو لوړ پوړو امریکايي استخباراتي چارواکو د امریکا این بي سي تلوېزیون ته کړې دي.

دغه استخباراتي چارواکو ویلي، طالبان د سولې تړون ته له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو د قبالې په سترګه ګوري او نیت لري چې د امریکا له وتلو وروسته پر افغان حکومت برید وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ټولو امریکایي ځواکونو په ایستلو سره ښایي طالبان افغان حکومت ونیسي.

ټرمپ چې پرون د مارچ شپږمه یې سپینه ماڼۍ کې خبرې ناستې ته خبرې کولې ویلي، د ټولو سرتېرو په ایستلو دا امکان شته، چې طالبان اوسنی حکومت سقوط کړي او واک ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې افغانستان باید په نهایت کې د ځان غم وخوري ځکه امریکا نه شي کولی د ۲۰ نورو کلونو لپاره هم هلته پاتې شي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې«دا هېواد باید په نهایت کې د خان غمر وخوري، موږ هلته د نورو شلو کلونو لپاره نه شو پاتې کېدای، موږ هلته شل کاله تېر کړل، او موږ د هغه هېواد ساتنه کوله، بلاخره هغوی باید ځان وساتي، پوهېږۍ. دا کار باید ډېر وړاندې شوی وای، سړی تر کله د بل چا لاس نیولی شي، موږ ته ښايي، چې د خپل هېواد چارو ته پام راوګرځوو.»

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په نهایت کې به طالبان واک ته ورسېږي و ویل، نه باید داسې وشي، خو دا امکان شته چې طالبان واک ته ورسېږي.

خو ټینګار یې وکړ، چې افغانان باید خپله خپل هېواد وساتي، ځکه په وینا یې امریکایي ځواکونه نور نه شي کولی په افغانستان کې پاتې شي.

ټرمپ دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې اوونۍ وړاندې یې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، او تر دې وروسته طالبانو یو ځل بیا د افغان ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125697

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125697/

جمهور
  https://www.jomhornews.com