افغان ځواکونو اروزګان کې ۹۲ ملکي وګړي له طالبانو راخلاص کړي

17 حوت 1398 ساعت 9:23

کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو په اروزګان ولایت کې ۹۲ ملکي وګړي، چې طالبانو برمته کړي و د طالبانو له منګولو راخلاص کړي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو په اروزګان ولایت کې ۹۲ ملکي وګړي، چې طالبانو برمته کړي و د طالبانو له منګولو راخلاص کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د کب ۱۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون جمعه له یوه تفرېحي ځان څخه ۹۲ ملکي وګړي برمته کړي وو.

سرچینه وایي، له دې سره سم د امنیه قوماندانۍ منسوبین او ځانګړي پولیس لاس په کار شوي، په سیمه کې یې عملیات کړي او دغه کسان یې د طالبانو له منګولو ژغورلي دي.

کورنوی چارو وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې پولیس ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125703

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125703/

جمهور
  https://www.jomhornews.com