کونړ کې ۳ داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي

17 حوت 1398 ساعت 9:29

کورنیو چارو وزارت په کونړ ولایت کې د درې داعش وسله والو د تلسیمېدو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت په کونړ ولایت کې د درې داعش وسله والو د تلسیمېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د کب ۱۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه داعش وسله وال د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

سرچینه وایي، دغه داعشیانو خپلې وسلې هم افغان ځواکونو ته سپارلې او له جګړې یې لاس اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې د داعش ۴۶ وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي وو.

د کونړ د چارواکو په وینا په تېره یوه میاشت کې کابو دوه سوه پنځوس داعش وسله والو ته تسلیم شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 125704

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125704/

جمهور
  https://www.jomhornews.com