۰
سهیل شاهین:

د امریکا سره هوکړې ته ژمن یو، د ماتولو یې هېڅ ډول اراده نه لرو

یکشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۳
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د امریکايي استخباراتي چارواکو هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې دی، طالبان د سولې هوکړې ته ژمن نه دي او عمل نه پرې کوي.
د امریکا سره هوکړې ته ژمن یو، د ماتولو یې هېڅ ډول اراده نه لرو
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د امریکايي استخباراتي چارواکو هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې دی، طالبان د سولې هوکړې ته ژمن نه دي او عمل نه پرې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دریو لوړ پوړو امریکايي استخباراتي چارواکو د امریکا این بي سي تلوېزیون ویلي، طالبان د سولې تړون ته له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو د قبالې په سترګه ګوري او نیت لري چې د امریکا له وتلو وروسته پر افغان حکومت برید وکړي.

خو قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین د امریکا د استخباراتي ادارې د چارواکو دغه څرګندونې رد کړې دي او په وینا یې دوی د توافق ټولو مواردو ته ژمن دي.

نوموړي ویلي، دا چې هوکړه ګام پر ګام عملي کېږي د امریکایي چارواکو دغه ډول څرګندونې بېځایه دي.

شاهین وايي دوی هوکړې ته ژمن دي او د هوکړې د ماتولو هېڅ ډول اراده نشته ده.

تر دې وړاند هم ګڼو رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي وو چې ښایي امریکا یا طالب لوری خپلې هوکړې ته ژمن نه وي او په دې توګه به د میاشتو هڅې بې ګټې تمامې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي