د لوګر د ولایتي شورا یو غړی له دریو ساتونکو سره و وژل شو

18 حوت 1398 ساعت 9:57

د لوګر د ولایتي شورا پر غړي ناصر غیرت پلازمېنه کابل کې وسله وال برید شوی، چې د ده په ګډون څلورو تنه په کې وژل شوي دي.


د لوګر د ولایتي شورا پر غړي ناصر غیرت پلازمېنه کابل کې وسله وال برید شوی، چې د ده په ګډون څلورو تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر د ولایتي شورا یو بل غړي سید قریب الله سادات تایید کړې، چې پر وکیل ناصر غیرت کابل کې برید شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، نامعلومه وسله والو کسانو نن یکشنبې د کب ۱۸ مه سهار شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند کلا برقي سیمه کې برید شوی دی.

د هغه په وینا ناپېژانده وسله والو د ناصر غیرت په موټر برید کړي، چې په کې نوموړی ټپي شوی او درې ساتونکي یې وژل شوي دي.

خو د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامز جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې په دغه برید کې د لوګر د ولایتي شورا وکیل ناصر غیرت هم وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125743

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125743/

جمهور
  https://www.jomhornews.com