د پروان او کاپيسا امنیه قومندانان د طالبانو له یوه برید روغ وتلي

18 حوت 1398 ساعت 11:21

راپورونه وايي، د کاپیسا او پروان امنیه قوماندان احمد فرید مشعل او محمحد محفوظ ولي زاده د طالبانو له یوه بریده روغ وتلي دي.


راپورونه وايي، د کاپیسا او پروان امنیه قوماندان احمد فرید مشعل او محمحد محفوظ ولي زاده د طالبانو له یوه بریده روغ وتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه قومامندان په ننګرهار کې له یوې امنیتي غونډې وروسته کابل ته په لاره و، چې د سروبي ولسوالۍ د ماهیپر په سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شوي دي.

سرچینې وايي، په دغه برید کې امنیه قوماندانانو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی خو یو پولیس وژل شوی دی.

امنیتي چارواکو دغه برید د طالبانو کار بللی، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 125747

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125747/

جمهور
  https://www.jomhornews.com