ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې جمعې په ورځ د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو د شوی برید د څېړنو لپاره یو پلاوی ګومارلی دی.
ولسمشر د تېرې جمعې د پېښې ارزونې لپاره یو پلاوی ګومارلی دی
18 حوت 1398 ساعت 14:05
ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې جمعې په ورځ د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو د شوی برید د څېړنو لپاره یو پلاوی ګومارلی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې جمعې په ورځ د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو د شوی برید د څېړنو لپاره یو پلاوی ګومارلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي، ولسمشر ددغه پېښې د دقیقې او هر اړخیزې ارزونې امر کړی دی.
په دغه پلاوي کې د لویې څارنوالۍ، ولسي جرګې، بشري حقونو، ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت استازي د پېښې د ارزولو لپاره ګومارل شوي دي. دغه پلاوی اړ دی چې په دوو اونیو کې د خپلو موندنو او پلټنو پایلې له ولسمشر سره شریکې کړي.
د یادونې ده، چې د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین پر مراسمو د تېرې جمعې په ورځ دوه تنه وسله والو برید وکړ، چې له امله یې ۳۲ تنه و وژل شول او تر ۸۰ زیات ټپیان شول.
جمهورخبري آژانس:کابل
د مطلب کود: 125751
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125751/