محمود قریشي:

ولسمشر غني د بندیانو د خوشي کولو لپاره نرمښت ښودلی دی

19 حوت 1398 ساعت 6:36

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي افغان ولسمشر غني د بندیانو د خوشي کولو لپاره نرمښت ښودلی دی.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي افغان ولسمشر غني د بندیانو د خوشي کولو لپاره نرمښت ښودلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي زیاته کړې، پاکستان له افغان سولې سره هر ډول همکاري کړې ده او د دې هيله ډېره شوې چې دلته روانه جګړه ختمه شي.

قریشي ویلي، افغان ولسمشر اشرف غني تازه د افغان بندیانو په اړه نرمښت ښودلی دی او دا یو ښه ګام دی.

د هغه په وینا د دغه نرمښت په اړه نور جزیات نه دی ورکړی خو ښايي اشاره یې د ولسمشر غني هغه څرګندونو ته وي، چې د ولسي جرګې په تالاره کې یې وکړې.

ولسمشر غني هلته د وینا پر مهال و ویل نه غواړي، چې یو طالب زنداني هم ولري، خو په وینا یې د زندانیانو خوشي کول باید اجرائیي ضمانت ولري او ملت پوه شي، چې خوشې کېدونکي کسان بیا جګړې ته نه ګرځي او طالبان اوربند کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان دولت چمتوی دی، د بندیانو پر تبادلې په بین الاافغاني مذاکراتو کې خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 125760

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125760/

جمهور
  https://www.jomhornews.com