۰
سي ان ان:

ټرمپ سره یوه کنفرانس کې په کرونا اخته کس ګډون کړی و

دوشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۶:۴۷
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د ټرمپ سره په یوه کنفرانس کې یوه داسې کس هم ګډون درلود، چې په کرونا ویروس اخته ثابت معلوم شوی دی.
ټرمپ سره یوه کنفرانس کې په کرونا اخته کس ګډون کړی و
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د ټرمپ سره په یوه کنفرانس کې یوه داسې کس هم ګډون درلود، چې په کرونا ویروس اخته ثابت معلوم شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې دغه غونډه کې ټرمپ او د هغه مرستیال مایک پینس حاضر و.

د یادې غونډې یو ګډونوال وروسته په کرونا اخته ثابت شوی دی، چې په لومړي سر کې رسنیو ویلي وو ښايي دغه کس له ټرمپ سره نږدې تماس کړی وي او یا د ټرمپ نږدې کسان له ده سره لګېدلي وي او د کرونا په ویروس اخته شوي وي.

خو اوس په کرونا اخته یاد کس ویلي چې دی له ټرمپ لرې و او ددې امکان نشته چې هغه دې هم په کرونا اخته شوی وي.

دغه ناروغ وايي چې ټرمپ یې لاسونه پاکول او دی د ټرمپ له ځای لرې و.

د یادونې ده، چې کرونا په امریکا کې سختې اندېښنې پارولې دي او په څو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي