د ولسمشر غني د لوړې مراسم د دریو ساعتونو لپاره ځنډول شوي

19 حوت 1398 ساعت 7:52

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي تایید کړه، چې د ښاغلي غني د لوړې مراسم د دریو ساعتونو لپاره ځنډول شوي دي.


د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي تایید کړه، چې د ښاغلي غني د لوړې مراسم د دریو ساعتونو لپاره ځنډول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صدیقي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم به نن دوشنبې د کب ۱۹ مه له غرمې وروسته یوه بجه تر سره شي.

که څه هم نوموړي د لوړې مراسمو د ځنډ لامل نه دی په ګوته کړی، خو ویل کېږي، عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسمو لپاره چمتوالی نیولی او پر همدې ناندرۍ روانې دي.

داسې ویل کېږي، چې د خلیلزاد، او یو شمېر افغان مشرانو او سیاسیونو له خوا له پرون راهیسې هلې ځلې پیل شوې، چې دغه ستونزې ته حل لار پیدا کړي او عبدالله د لوړې له کولو تېر شي، خو ښکاري، چې تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل شوې.

د ولسمشر د لوړې مراسم پر داسې مهال ځنډول کېږي، چې له وړاندې ګڼ شمېر بهرني او کورنه مېلمانه ارګ ته لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125764

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125764/

جمهور
  https://www.jomhornews.com