۰

علي وزیر او محسن دواړ د غني د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره را روان شوي

دوشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۶
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هر یو علي وزیر او محسن داوړ د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې د کابل پر خوا را روان شوي دي.
علي وزیر او محسن دواړ د غني د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره را روان شوي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هر یو علي وزیر او محسن داوړ د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې د کابل پر خوا را روان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي وزیر او ښاغلي دواړ پرون غوښتل چې کابل ته راشي، خو د پېښور په هوایي ډګر کې د پاکستان ریاست له خوا اجازه ورنه کړل شوه.

له دې وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په لارښوونه اجازه ورکړل شوې، چې علي وزیر او محسن دواړ یو ځل کابل ته ولاړ شي.

تر دغه وروسته علي وزیر او محسن دواړ نن دوشنبې د کب ۱۹ مه د ځمکې له لارې کابل ته را روان شوي، او دا مهال تورخم ته را رسېدلي دی.

له دې سره تر څنګ ویل کېږي، چې پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د علي وزیر او محسن دواړ د رالېږدولو لپاره په چورلکه کې تورخم ته و روان شوی دی او تر یوه ساعت پورې به هغوی کابل ته راورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي