معنوي: مذاکراتو پایله ورنه کړه که ارک لوړه وکړي موږ یې هم کوو

19 حوت 1398 ساعت 10:41

د ثبات او همپالنې ټیم ارشد غړی فضل احمد معنوي وايي، د دوی او ولسمشر غنی په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیم تر منځ مذاکراتو پایله نه ده ورکړې.


د ثبات او همپالنې ټیم ارشد غړی فضل احمد معنوي وايي، د دوی او ولسمشر غنی په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیم تر منځ مذاکراتو پایله نه ده ورکړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې معنوي، چې د عبدالله عبدالله لپاره سپېدار مانۍ کې د لوړې مراسمو لپاره د چمتوالي په ځای کې خبرې کولې و ویل، چې که ارګ لوړه وکړي نو دوی به یې هم مراسم تر سره کړي.

هغه زیاته کړه، چې د دوی د لوړې مراسم به د غرمې ډوډۍ له خوړولو وروسته تر سره شي.

معنوي ټینګار وکړ، چې دوی به له خپلو رایو دفاع کوي او په هر ډول چې کېږي د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم به تر سره شي.

دی وايي، په هېڅ وجه اجازه نه ورکوي، چې د ده په وینا د تقلب په رایو رامنځ ته شوی حکومت دې پر خلکو وتپل شي.

له دې سره تر څنګ ویل کېږي، چې عبدالله عبدالله، محقق او ادیب فیهم هم شاوخوا ۱۱ بجې سپېدار ماڼۍ ته رسېدلي دي.

بل خوا ارګ هم د منتخب ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو لپاره چمتوالی نیولي، چې ګڼ بهرني او کورني مېلمانه ورغلي دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د لوړې مراسم به له غرمې وروسته یوه بجه تر سره شي.

که څه هم د ارګ او سپېدار مانۍ تر منځ له پرون راهیسې منځګړي تګ راتګ کوي او د ستونزې د حل هڅه کوي، چې دوه ځایه لوړه ونه شي، خو ویل کېږي تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125774

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125774/

جمهور
  https://www.jomhornews.com