کابل کې د منتخب ولسمشر محمد اشرف غني او تر څنګ یې د عبدالله عبدالله له خوا د موازې لوړې ترسره کولو ته وسله والو طالبانو هم غبرګون ښودلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د ولسمشرۍ د لوړې موازي مراسم د سولې پروسه ګواښي.
نوموړي رویټرز خبري آژانس ته په تازه مرکه کې ویلي، دوی له دواړو لوریو غوښتنه کړې ده چې د لوړې مراسمو پر ځای دې سوله لومړیتوب وګرځوي، خپلمنځي ستونزې یوې خواته او د سولې لپاره دې کار وکړي.
دی وايي، همدې ته په کتو فکر نه کوي چې افغان حکومت دې د مارچ لسمې لپاره د یو پلاوي پر جوړولو بریالی شي.
د هغه په وینا افغان حکومت نه یوازې دا چې د دوی د زندانیانو د خوشې کولو برخه کې یې هیڅ عملي ګام نه دی پورته کړی، بلکې مخالفت کوي او دا چاره کولی شي د سولې پروسه زیانمنه کړي.
د یادونې ده چې ټاکل شوې نن ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په جلا جلا ډول د لوړې مراسم ترسره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل