ګډه اعلامیه:

د سولې ملاتړي خو د امارت د راګرځېدو مخالف یو

20 حوت 1398 ساعت 8:35

ملګرو ملتونو، امریکا، بريتانیا، فرانسي، ایټالیا، ناروې او اروپايي ټولنې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې د سولې ملاتړ خو د امارت د راګرځېدو مخالف دي.


ملګرو ملتونو، امریکا، بريتانیا، فرانسي، ایټالیا، ناروې او اروپايي ټولنې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې د سولې ملاتړ خو د امارت د راګرځېدو مخالف دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اعلامیه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وېب پاڼه خپره شوې ۱۴ مادې لري.

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې دوی د سولې ملاتړ کوي خو ددې پلویان نه دي چې امارت دې بېرته افغانستان ته راوګرځي.

اعلامیه کې ټینګار شوی چې دوی د افغانستان او افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

یادو بنسټونو او هېوادونو ټینګار کړی چې د افغانستان جګړه یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده نو ټولو ښکېلو لورو ته په کار ده چې پر سوله ټینګار وکړي.

دوی همدا راز له نړیوالو غوښتي چې د افغانستان تر څنګ ودرېږي او د سولې له ټولو اقداماتو ملاتړ وکړي.

په ګډه اعلامیه کې پر افغان لوري هم غږ شوی دی چې ژر تر ژره دې د سولې د پرمخ ته بېولو لپاره اقدامات وکړي او په دې توګه دې د روانې جګړې په دایمي پای کې ګامونه اوچت کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې امریکا او روسیې په یوه بله ګډه اعلامیه کې هم د امارت د بېرته راګرځېدو سره مخالفت ښودلی و او ویلي یې و، دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125807

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125807/

جمهور
  https://www.jomhornews.com