۰
خلیلزاد:

د ولسمشرغني او عبدالله پرونۍ څرګندونې هیله بښونکې دي

سی شنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۰
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د سیاسي ستونزو د حل لپاره د ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني څرګندونې هیله بښونکې وې او دواړه د سولې په برخه کې سره ګډ نظر لري.
د ولسمشرغني او عبدالله پرونۍ څرګندونې هیله بښونکې دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د سیاسي ستونزو د حل لپاره د ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني څرګندونې هیله بښونکې وې او دواړه د سولې په برخه کې سره ګډ نظر لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد زیاته کړې، ولسمشر غني به د یوه فرمان له مخې د زندانیانو د تبادلې لار هواره کړي، بین الافغاني خبرو ته به مذاکراتي ټیم اعلان کړي او په دې توګه به د سولې په روان بهیر کې یو خوځښت رامنځ ته کړي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې دواړه لوري په یوه پراخه کچه منل شوي او ټولشموله حکومت توافق وکړي او په دې توګه دلته روانې ناندرۍ ختمې شي.

د هغه په وینا پوره دوه اونۍ یې د دواړو ترمنځ د جوړجاړي هڅه کړې ده خو اوس هم هیله لري چې یو جوړجاړی رامنځ ته شي او په حساسو شېبو کې رامنځ ته شوې ناندرۍ ختمې شي.

خلیلزاد دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبې د کب ۱۹ مه د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې و ویل، چې تر دوه اوونیو پورې به په همدې کابینه کار وکړي او له هغې وروسته به د سلا مشورو پر بنسټ یوه نوې کابینه او ټول شموله حکومت جوړ کړي.

ولسمشر دا هم و ویل، چې نن دوشنبې د کب ۲۰ مه به د طالب زندانیانو د خوشي کولو په اړه هم یو فرمان صادر کړي او دغه راز به د په همدې ورځ د سولې د بین الاافغاني خبرو لپاره هم مرکچي پلاوی بشپړ او وټاکي.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسم تر سره او د ټول شموله حکومت د ولسمشر په توګه یې اعلان وکړ، خو ویې ویل، چې د سیاسي خبرو دروازه یې پر مخ خلاصه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي