۰

خوست: په خپل منځي نښته کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سی شنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۹
راپورونه وایي، په خوست ولایت کې د دوه کورنیو تر منځ نښته کې له دواړو لورو لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خوست: په خپل منځي نښته کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
راپورونه وایي، په خوست ولایت کې د دوه کورنیو تر منځ نښته کې له دواړو لورو لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته پرون دوشنبې د کب ۱۹ مه د خوست ولایت د اسماعیل خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وايي، لومړی په یوه جومات کې دوه کسانو تر منځ لفظي شخړه شوې او وروسته یې وسله واله نښته کړې ده.

د سرچینو په وینا په دغه نښته کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي او دغه راز د هغې بلې کورنۍ هم درې تنه ټپیان شوي دي.

چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژآنس:خوست
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي