راپورونه وايي، امریکا له طالبانو سره د سولې شوې هوکړه د تایید لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي واشنګټن د دغه هوکړې د تایید لپاره نن دوشنبې د کب ۲۰ مه پر یوه پرېکړه لیک د رایې اخیستو غوښتنه کړې ده.
فرانس پرس خبري آژانس د ديپلوماتانو له قوله ویلي، د پرېکړه لیک مسوده به نن د امنیت شورا ته د رایې اخیستو لپاره وړاندې شي.
د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د فبرورۍ ۲۹ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې ۳۰ هېوادونو د استازو په حضور کې لاسلیک شوه.
د دغه هوکړې پر اساس به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او دغه راز به طالبان القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي، تاوتریخوالی به کموي او بین الاافغاني مذاکرات به پیلوي.
جمهورخبري آژانس:کابل