رویټرز:

مشر غني د ۱۰۰۰ کسه طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان صادروي

20 حوت 1398 ساعت 13:10

رویټرز خبري آژانس د باوري امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ولسمشر محمد اشرف غني به د ۱۰۰۰ کسه طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړي.


رویټرز خبري آژانس د باوري امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ولسمشر محمد اشرف غني به د ۱۰۰۰ کسه طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې زیاته کړې، چې ولسمشر غني به د یوه تازه فرمان په صادرولو سره تر سبا پورې دغه بندیان آزاد کړي.

د سرچینې په وینا ولسشمر غني دغه بندیان د بین الافغاني خبرو لپاره د باور جوړولو په نیت ازاد کړي.

امنیتي سرچینې بیا ویلي په دې ۱۰۰۰ کسانو کې هغه طالب بندیان شامل دي چې عمرونه یې له ۵۲ کلونو لوړ دي او تر دې ځوان بندیان په دې ډله کې نه راځي.

ولسشمر محمد اشرف غني پرون دوشنبې د کب ۱۹ مه د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او د لوړې مراسمو کې یې د وینا پر مهال و ویل، چې د زندانیانو د تبادلې پر یوه چوکاټ له طالبانو سره جوړ جاړی شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې د بندیانو د آزادولو په اړه به یو فرمان صادر کړي، چې ورسره به طالبان هم په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125817

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125817/

جمهور
  https://www.jomhornews.com