۰
د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندان:

فکر نه کوم طالبان د سولې شوي تړون ته ژمن پاتې شي

چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۱۶
د منځني ختيځ لپاره د امریکا د پوځ یو لوړپوړی قوماندان جنرال فرانک مکینزي وايي، فکر نه کوي چې طالبان دې په خپلو ژمنو وفا وکړي.
فکر نه کوم طالبان د سولې شوي تړون ته ژمن پاتې شي
د منځني ختيځ لپاره د امریکا د پوځ یو لوړپوړی قوماندان جنرال فرانک مکینزي وايي، فکر نه کوي چې طالبان دې په خپلو ژمنو وفا وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مکینزي پرون سه شنبې د مارچ ۱۰ مه، له طالبانو سره د سولې د موافقې په اړه په سنا کې د وسله وال پوځ د خدمتونو د کمېټې غړو ته معلومات ورکړل.

نوموړي ویلي، امریکا پلان لري تر پسرلي پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي خو په ۱۴ میاشتو کې د ټولو ځواکونو د وتلو په اړه لا کوم پوځي پلان جوړ شوی نه دی.

هغه زیاته کړې«تر دې دمه زموږ د باور خلاف د طالبانو بریدونه هماغسې زیات او دوامدار دي، که هغوی دا بریدونه کم نه کړي، سیاسي مشرتابه (امریکا) به یې په اساس پرېکړه وکړي.»

جنرال مکینزي دا هم زیاته کړې، چې  طالبان د داعش د ځپلو وړتیا لري، ځکه په وینا یې د افغانستان په ختیځ کې طالبانو د داعش ډله وځپله او هغوی په دې برخه کې ډېر اغیزناک رول ولوبوه.

دغه امریکايي جنرال د افغانستان د حالت په اړه د هغه خوشبیني او بدبینی مهمه نه ده، مهمه دا ده چې هره پرېکړه په افغانستان کې د حقایقو او پېښو په اساس نیول کیږي.

جنرال فرانک مکینزي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تازه د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون فرمان ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي