۰
هېلري کلېنټن:

له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل بايد مشروط وي

چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۰
د امریکا د ولسمشرۍ پخواني نوماندې او پخوانۍ بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل باید مشروط وي.
له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل بايد مشروط وي
د امریکا د ولسمشرۍ پخواني نوماندې او پخوانۍ بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل باید مشروط وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن کلنټن دغه څرګندونې نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د سولې په پروسه کې د افغان ښځو د ونډې په اړه رابلل شوې غونډې ته وکړې.

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو وتل بايد په دې پورې مشروط وي، چې طالبان به پر خپلو ژمنو عمل کوي.

د هغې په باور يوه اندازه پوځيان بايد هلته پاتې وي، څو طالبان د تاوتريخوالي ختمولو ته قانع کړي.

هغې ویلي«له اوږدې مودې مو هدف دا دى چې طالبان خصومت او تاوتريخوالى کم کړي، د افغانستان اساسي قانون او هغه نور قوانين چې د افغانستان پارلمان تصويب کړي ومني.»

هېلري کلېنټن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، د منځني ختيځ لپاره د امریکا د پوځ یو لوړ پوړی قوماندان جنرال فرانک مکینزي تازه ویلي، فکر نه کوي چې طالبان دې په خپلو ژمنو وفا وکړي.

جنرال مکینزي پرون سه شنبې د مارچ ۱۰ مه، له طالبانو سره د سولې د موافقې په اړه په سنا کې د وسله وال پوځ د خدمتونو د کمېټې غړو ته معلومات ورکړل.

نوموړي ویلي، امریکا پلان لري تر پسرلي پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي خو په ۱۴ میاشتو کې د ټولو ځواکونو د وتلو په اړه لا کوم پوځي پلان جوړ شوی نه دی.

هغه زیاته کړې«تر دې دمه زموږ د باور خلاف د طالبانو بریدونه هماغسې زیات او دوامدار دي، که هغوی دا بریدونه کم نه کړي، سیاسي مشرتابه (امریکا) به یې په اساس پرېکړه وکړي.»

جنرال مکینزي دا هم زیاته کړې، چې  طالبان د داعش د ځپلو وړتیا لري، ځکه په وینا یې د افغانستان په ختیځ کې طالبانو د داعش ډله وځپله او هغوی په دې برخه کې ډېر اغیزناک رول ولوبوه.

دغه امریکايي جنرال د افغانستان د حالت په اړه د هغه خوشبیني او بدبینی مهمه نه ده، مهمه دا ده چې هره پرېکړه په افغانستان کې د حقایقو او پېښو په اساس نیول کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي