د پاکستان یوه جنګي اېف ۱۶ الوتکه غورځېدلې ده

21 حوت 1398 ساعت 10:28

راپورونه وايي، د پاکستان د پوځ یوه اېف شپاړس جنګي الوتکه لوېدلې او په بشپړه توګه له منخه تللې ده.


راپورونه وايي، د پاکستان د پوځ یوه اېف شپاړس جنګي الوتکه لوېدلې او په بشپړه توګه له منخه تللې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  دغه الوتکه نن چهارشنبې د کب ۲۱ مه د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد اړوند شکرپړیان سیمه کې لوېدلې ده.
دغه الوتکه د مارچ درويشتمې نېټې د مراسمو لپاره د تمرين په موخه الوتې وه.

له سيمې تر لاسه شوي راپورونه وايي، د الوتکې په ايرو کې يې کوم جسد نه دی موندلی او داسې ښکاري چې پيلوټ ځان له الوتکې غورځولی دی.

پاکستان تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 125856

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125856/

جمهور
  https://www.jomhornews.com