ولسمشر غني د ډېورنډ کرښې پورې مشرانو سره کتنه کې: پاکستان دې افغانستان ته د سیال په سترګه وګوري

21 حوت 1398 ساعت 13:56

ولسمشر محمد اشرف غني له خیبرپښتونخوا او بلوچستان څخه د لوړې مراسمو کې د ګډون به موخه راغلو مشرانو سره وکتل.


ولسمشر محمد اشرف غني له خیبرپښتونخوا او بلوچستان څخه د لوړې مراسمو کې د ګډون به موخه راغلو مشرانو سره وکتل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې، چې نن چهارشنبې د کب ۲۱ مه ارګ کې وشوه، هر یوه مشر افتاب احمدخان شېرپاو، فرحت الله بابر، افراسیاب خټک، بشیراحمدبلور، محمودخان اڅکزي، محسن داوړ، علي وزیر او بشرا ګوهر ولسمشر ته د بیا ځل ولسمشر کېدو مبارکي ورکړه.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه راز یادو مشرانو د ولسمشر د وینا ترڅنګ د راکټي بریدونو پر مهال د ولسمشر د غیرت او استقامت ستانیه هم وکړه ویې ویل، چې سوله د ټولو ګډه هیله او د سیمې په ګټه ده.

دغه مشرانو ویلي، د ولسشمر غني په مشرۍ د سولې په برخه کې روانې هلې ځلې د ستاینې دي او هیله لري، چې دا په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات د تامین او پرمختګ لامل شي.

دغه مشرانو په خپلو خبرو کې ویلي، د افغانستان امن د ټولې سیمې او په ځانګړي ډول د خیبرپښتونخوا او بلوچستان لپاره چې جنګ او تروریزم سخت ځپلي، ځانګړی ارزښت لري.

دوی زیاته کړې، افغانانو په تېرو څلوېښتو کالو کې ډېرې سختۍ ګاللي، قربانۍ یې ورکړي او د دوی دغه سرښندنې به افغان وطن ته امن او خوښي راوړي.

په دغه ناسته کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان زموږ ټولو ګډ کور دی او د زړه له تله ستاسو د حضور مننه کوو.

ښاغلي صالح وویل، د افغانانو یووالی، کلتور، فرهنګ او اړیکې به وساتل شي او هیچاته به د دې اجازه ورنه کړو چې په یو او بل نوم زموږ ترمنځ اختلافات رامنځته کړي.

هغه زیاته کړې«د جنګ او تروریزم له امله د ډيورنډ هغه غاړه د ولس په ځورېدلو او د مشرانو په وژل کېدو خواشیني شوي يوو.»

په پای کې ولسمشر غني د خیبرپښتونخوا او بلوچستان څخه راغلیو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، زموږ او ستاسو برخلیک یو دی.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې باثباته، د مقتدر دولت او پیاوړي اقتصاد لرونکی افغانستان د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په امنیت مثبت اغېز لري.

ولسمشر و ویل«موږ باید په ګډه د تاوتریخوالي د پایته رسولو لپاره هلې ځلې وکړو. باثباته او په پښو ولاړ افغانستان د ټولو په ګټه دی.»

هغه زیاته کړه، پاکستان دې افغانستان ته د سیال په سترګه وګوري، د افغانستان د ولس اراده دې ومنل شي او مشرتابه ته دې د دوستۍ، امن او ترقۍ لاس ورکړي.

دغه راز ولسمشر د افغان ولس ظرفیت ته په اشارې وویل، چې زموږ ولس زموږ لویه پانګه ده او دا ولس په تېر کې بند نه دی پاتې، دوی په راتلونکي فکر او تمرکز کوي.

ښاغلي غني ویلي« د افغانانو غېږ پراخه ده، دوه کاله وړاندې مو چې اوربند وکړ او طالبان کلیو او ښارونو ته راغلل، نو هیچا ورسره ناسم چلند ونه کړ.»

ولسشمر په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې د ښځو او ځوانانو حقونه اساسي قانون او جمهوریت پورې تړلي د هغو د تامین او د جمهوریت د پیاوړتیا اراده یې قوي ده او په وینا یې د څلوېښت کالو جنګ او تاوتریخوالی باید په اساسي توګه حل کړو.

نوموړي زیاته کړې« باعزته او تلپاتې سوله زموږ د هیوادوالو اساسي غوښتنه ده، خو موږ باید اطمینان ولرو چې سوله د بل جنګ پیلامه نه ده، موږ د سولې نیت، اراده، طرحه او ظرفیت لرو.»

ښاغلي غني ټینګار کړي، چې د جنګ زیانونه به په راتلونکو پنځو کالو کې جبران کړي، ځکه په وینا یې بډای هیواد او عظیم ولس لري.

ولسشمر د خپلو خبرو په پای کې ویلي افغانان به بیا مهاجر نشي او نه به یې لاس چاته وغځېږي، دا وطن به باثباته او اباد شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125862

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125862/

جمهور
  https://www.jomhornews.com