۰

صدیقي: کرونا ویروس خطرناک دی باید ټول یې جدي ونیسي

چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۸
د ولسشمر ویاند صدیق صدیقي په هېودا کې د کرونا ویروس خطرناک وباله او ټینګار یې وکړ، چې هېواد وال باید دغه موضوع جدي ونیسي او په مخنیوي کې یې له روغتیا وزارت سره مرسته وکړي.
صدیقي: کرونا ویروس خطرناک دی باید ټول یې جدي ونیسي
د ولسشمر ویاند صدیق صدیقي په هېودا کې د کرونا ویروس خطرناک وباله او ټینګار یې وکړ، چې هېواد وال باید دغه موضوع جدي ونیسي او په مخنیوي کې یې له روغتیا وزارت سره مرسته وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صدیقي نن چهارشنبې د کب ۲۱ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې په همدې اړه نن د امنیت شورا کې هم خبرې وشوې.

د هغه په وینا هغه معلومات چې د عامې روغتیا وزیر وړاندې کړل، په خواشنۍ سره د د دغه ویروس پېښ زیات شوې، چې مکمل شمېر به یې د روغتیا وزارت له خلکو سره شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په امنیت شورا کې له دغه ویروس سره د مبارزې او مخنیوي په لارو چارو او دغه راز مالي امکاناتو او د سیمې له هېوادونو د طبي امکاناتو پر برابرولو خبرې اترې وشوې.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د پولو په کنټرول هم خبرې وشوې، ځکه په وینا یې دغه ویروس افغانستان ته له ایران څخه راغلی دی.

دی وايي، حکومت او عامې روغتیا وزارت تر خپل توان پورې د دغه ویروس د مخینوي هڅې کوی، خو هیله یې دا ده، چې خلک هم دا موضوع جدي ونیسي او په مخنیوي کې یې له عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي.

صدیقي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۷ ته رسېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه ۷ کسانو څخه پنځه ته په هرات او دوه تنه په سمنګان ولایت کې اخته شوي، چې دا مهال یې درملنه روانه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي