۰
روسیه:

افغانستان ته د سرتېرو لېږلو راپورونه بې اساسه دي

پنجشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۰
روسیې هغه راپورونه رد کړل، چې که افغانستان ترې وغواړی دوی چمتو دي، دغه هېواد ته خپل ځواکونه ولېږي.
افغانستان ته د سرتېرو لېږلو راپورونه بې اساسه دي
روسیې هغه راپورونه رد کړل، چې که افغانستان ترې وغواړی دوی چمتو دي، دغه هېواد ته خپل ځواکونه ولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو د ضمیرکابلوف له قوله لیکلي، چې د اړتیا پر مهال به روسیه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره افغانستان ته ځواکونه ولېږي.

خو خبرپاڼه وايي، کابلوف دغه ډول څرګندونې نه دي کړې او نه هم د روسیې د حکومت په پلانونو کې دغه ډول څه شته دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، روسیه په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړي دي او له دې پروسې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

د یادونې ده، څو ورځې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې کابلوف ویلي، که افغانستان وغواړي کولی شو خپل سرتېري ور ولېږو.

د رسنیو د راپورونو پر اساس کابلوف دغه څرګندونې د مارچ په درېیمه نېټه د روسیې د فدرالي خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې کړې وې.

کابلوف په خپلو خبرو کې ویلي، که د افغانستان چارواکي له روسيې څخه غوښتنه وکړي، نو روسيه کولای شي چي افغانستان ته خپل عسکر د ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر ولېږدوي.

خو په وینا یې لومړی بايد د بين الافغاني خبرو اترو نتيجې او د يو داسي پراخ بنسټه ائتلافي حکومت جوړېدو ته انتظار وسي چي د ټولو افغانانو استازی وي.

نوموړي زیاته کړې«د ترهګرۍ ضد مبارزې او د افغانستان سره د نظامي مرستي په ترڅ کي موږ دې ته انتظار کوو چي په کابل کي يو نورمال حکومت وي چي موږ ورسره د نظامي مرستي موضوع مطرح کړای شو.

د روسیې ځانګړي استازي ویلي وو، دوی پخوا هم ورته وړانديز مطرح کړی ؤ خو په وينا يې سمه ارزونه نه وه شوې.

هغه زياته کړې: «موږ يو ځل د مرستي وړانديز کړی ؤ چي يا خو امريکايانو او يا خو افغانانو د بيلو شرطونو سره مشروط کړی ؤ.»


نوموړي ویلي و، که له روسيې په دې اړه هيله وشي نو مرستې ته چمتو ده، خو به وینا یې دا ډول ممکنه مرستې شرايط به روسي مشرتابه تعریفوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي