په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په افغانستان کې د یوه داسې حکومت پر جوړېدو ټینګار کړي، چې ټول اړخونه په کې ځان و ویني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یوناما له دفتره نن چهارشنبې د کب ۲۲ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په همدې تړاو د یادې ادارې مشر تدامیچي یاماماتو د پخواني اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله سره کتلي دي.
په خبرپاڼه کې دواړو لورو پررامنځ ته شویو مسایلو او سولې خبرې او په افغانستان کې یې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کې یاماماتو ټینګار کړي، چې ولسمشر غني او پخوانی اجرائیه رییس عبدالله عبدالله دې سره یو ځای شي او د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو دې سره سلا شي.
نوموړي زیاته کړې، دوی دې داسې یو حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان ځانونه پکې ګډ وبولي، ځکه په وینا یې د همدا شان یوه حکومت جوړېدل د سولې پروسې لپاره خورا مهم دي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې امریکا هم د موازي حکومت له جوړېدو سره مخالفت ښودلی او ټینګار یې کړي، چې د ولسمشر غني په حکومت کې باید ټول اړخونه خپل ځان و ویني.
جمهورخبري آژانس:کابل