بهرنیو چارو وزارت له عبدالله سره د لیدنې په خاطر یاماماتو احضار کړی وو

24 حوت 1398 ساعت 7:46

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناماما مشر تدامیچي یاماماتو احضار کړی وو.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناماما مشر تدامیچي یاماماتو احضار کړی وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت له خوا پرون جمعه په خپره شوې اعلامیه کې د دغه خبر تایید شوی وايي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هارون چخانسوري یاماماتو ته ویلي، چې د افغانستان د انتخاباتو بهیر ختم شوی او د اساسي قانون سره محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر دی.

ښاغلي چخانسوي زیاته کړې، چې ښاغلي غني د ولسمشر په توګه لوړه کړې، بنآ د افغان سیاست په اړوند مسایلو بحث باید د افغانستان د اساسي قانون او نړیوالو نورمونو خلاف نه وي.

په اعلامیه کې د یاماماتو د احضارولو په اړه په څرګنده څه نه دي ویل شوي، خو ښکاري، چې نوموړی ښايي له پخواني اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره د لیدنې په تړاو احضار شوی وو.

عبدالله عبدالله د تېرې پنشنبې په ورځ پر خپله فسبوک پاڼه له ښاغلي یاماماتو سره د خپل تازه ملاقات یو تصویر خپور کړی و او لیکلي یې یو، چې د یوناما له مشر سره یې په روانو حالاتو خبرې کړې دي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یوناما مشر ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې یوناما په افغانستان کې هېڅ موازي حکومت نه په رسمیت پېژني او نه یې هم ننګه کوي.

ملګري ملتونه ولسمشر غني د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه پېژني او هغه ته یې مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی، خو عبدالله عبدالله دا پایلې نه مني او ځان یې ولسمشر ټاکلی دی.
هغه د ولسمشر غني د لوړې د مراسمو په ورځ هم لوړه وکړه.

د ښاغلي غني د لوړې مراسمو کې د امریکا شارژدافیر، د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د ناټو قومندان او نورو دپلوماتانو برخه اخیستې وه، خو د عبدالله د لوړې مراسمو ته بیا بهرني مېلمنانه نه و ورغلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125913

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125913/

جمهور
  https://www.jomhornews.com