ټرمپ د کرونا ویروس له امله امریکا کې بېړنی حالت اعلان کړ

24 حوت 1398 ساعت 8:18

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا ویروس په پېښو کې د زیاتوالي له کبله په ټوله امریکا کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا ویروس په پېښو کې د زیاتوالي له کبله په ټوله امریکا کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي، د کرونا ویروس څخه د امریکایانو خوندي ساتلو لپاره به ۵۰ بلیون ډالره بېلابېلو ایالتونو ته ورکړي.

دغه راز نوموړي د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره دغه هېواد ته د ورتګ ۳۰ ورځینی بندیز اعلان کړی.

ټرمپ ویلي، چې اروپايي ټولنې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره احتیاطي ګامونه نه دي اخیستي، خو د اروپايي ټولنې مشران دا خبره ردوي.

د اروپايي کمیسیون ویاند ایرک مامر د ټرمپ دا پرېکړه یوه اړخیزه بولي.

د یادونې ده، چې تر دې دمه د کرونا ویروس له کبله په نړۍ کې ۵۰۴۳ تنه مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125918

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125918/

جمهور
  https://www.jomhornews.com