د المان پارلمان د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې د الماني ځواکونو د کار دوام ته مثبته رایه ورکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارک پوتزل ویلي، د المان پارلمان د رایو په اکثریت دې ته رایه ورکړې چې الماني ځواکونه به تر ۲۰۲۱ز کال پورې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت ته ادامه ورکوی.
نوموړي زیاته کړې دا ښيي چې المان به هېڅکله د افغانستان خلک یوازې پرې نه ږدي او دلته له افغان حکومت سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
پوتزل زیاته کړې، دوی د سولې ملاتړي دي او هڅه کوي د سولې په راتګ کې هم همکاري وکړي.
المان تر دې وړاندې هم ژمنه کړې وه چې له افغان سولې سره به همکاري کوي او که اړتیا پېښه شي د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته هم تیار دي.
جمهورخبري آژانس:کابل