طالبانو کندوز کې د یوې راډیو مسول تښتولی دی

24 حوت 1398 ساعت 9:27

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو په کندوز ولایت کې د یوې سیمه ییزې رادیو مسوول او د هغه ملګری تښتولي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو په کندوز ولایت کې د یوې سیمه ییزې رادیو مسوول او د هغه ملګری تښتولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کسان پرون جمعه د کندوز ولایت د ابدان دښته کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وایي، کندوز کې د کیهان په نوم سیمه ییزې رادیو مسول مدیر نور رحیم عاطف له یوه بل ملګري سره دغه تښتې ته د میلې لپاره تللی و، چې طالبانو برمته کړي دي.

د کندوز د امنیه قومانداني ویاند هجرت الله اکبری هم تاییدوي، چې په ابدان دښته کې د میلې پر مهال پر یو شمېر کسانو برید کړی دی، چې یو تن ساتمن یې وژلی او دوه تنه ملکي وګړي یې نامعلوم ځای ته تښتولي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په تښتول شویو ملکیانو کې د کیهان راډیو مسؤل مدیر هم شامل دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندوز

 
 
 


د مطلب کود: 125924

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125924/

جمهور
  https://www.jomhornews.com