د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، پاکستان تیار دی، چې د افغانستان د سولې په لار کې د خنډونو لرې کولو کې مرسته وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باجوه دغه څرګندونې پرون جمعه راولپنډۍ کې د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ د قول اردوګانو د عمومي قوماندانو په غونډه کې کړې دي.
نوموړي په افغانستان کې د سولې پر راتګ د ټینګار تر څنګ ویلي د سیمې د ثبات لپاره افغانستان کې سوله مهمه ده او د سولې لار له افغانستانه تېرېږي.
باجوه په دې اړه چې څه ډول کولی شي د افغان سولې په لار کې د پرتو خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړي، جزیات نه دي ورکړی.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې دوی په افغانستان کې سوله غواړي او له ټولو افغان خواوو غواړي، د سولې د پروسې د دوهم پړاو پر لور ګامونه واخلي او بین الاافغاني خبرې پيل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عایشې فاروقي پرون جمعه په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې، دا اوس مهمه ده چې د بینالافغاني خبرو اترو لور ته د ګام اخیستلو لپاره له فرصته ګټه واخیستل شي.
پاکستاني چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د فبرورۍ پر ۲۹ مه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته طالبانو نه پر افغان ځواکونو په بریدونو کې کموالی راوستی او نه یې هم د افغان حکومت سره خبرو ته چمتوالی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل