ملي امنیت شورا:

طالبان باید همکاري وکړي، چې د سولې پروسه مخکې ولاړ او زندانیان یې خوشي شي

24 حوت 1398 ساعت 11:23

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبان باید د سولې په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي، تر څو یې زندانیان خوشي او د سولې پروسه په ښه توګه مخ ته ولاړه شي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبان باید د سولې په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي، تر څو یې زندانیان خوشي او د سولې پروسه په ښه توګه مخ ته ولاړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیضل نن شنبې د کب ۲۴ مه په خپل ټوېټر لیکلي، چې افغان حکومت د سولې پروسې د پرمخ وړلو او زندانیانو د خوشي کولو لپاره یو مکمله کړنلاره او میکانېزم جوړ کړی دی.

هغه زیاته کړې«موږ د سولې لپاره یو میکانېزم جوړ کړی دی، طالبان باید په دې برخه کې له موږ سره کار وکړي، تر څو د حل یوه لار پیدا شي، طالب زندانیان خوشي او د سولې پروسه وړاندې ولاړه شي.»

د فیصل په وینا دا اوس د طالبانو په واک کې ده، چې د ستونزو د حل برخه ګرځي او که د ستونزو جوړلو.

هغه ویلي«اوس توپ د طالبانو په میدان کې دی، چې تصمیم ونیسي، چې د ستونزو جوړولو برخه پاتې کېږي او که د حل لارې.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د فبرورۍ په ۲۹ مه د شوي هوکړلیک سربېره طالبانو د افغان ځواکونو پر وړاندې د تاوتریخوالي لړۍ نه ده درولې او تر اوسه یې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتوالی نه دی ښودلی.

طالبان وايي له دوی سره امریکایانو ژمنه کړې، چې پنځه زره زندانیان به یې په یوه وار د بین الاافغاني خبرو تر پیل وړاندې خوشي کېږي او وروسته به بین الاافغاني خبرې پیلوي.

خو افغان حکومت ټینګار کوي، چې د طالب زندانیانو د خوشي کولو لړۍ به د یوه میکانېزم او داسې ضمانت پر اساس وي، چې د افغانستان خلک ډاډمن شي، خوشي کېدونکي کسان بیا جګړې ته مخه نه کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړل، چې ټاکل شوې وه نن شنبې د کب ۲۴ مه د دغه زندانیانو د خوشي کولو لړۍ پيل شي.

افغان حکومت ویلي، چې په لومړي سر کې به ۱۵۰۰ زندانیان د ورځې سل ته خوشي کېږي او د بین الافغاني خبرو د پیل او جریان کې به ۳۵۰۰ نور زندانیان هم خوشي شي.

خو طالبانو د افغان حکومت دغه طرحه رد کړې او پر یو ځل یې د ټولو پنځه زره زندانیانو پر خوشي کولو ټینګار کړی دی.

د یادونې ده، چې افغان حکومت د زندانیانو د تبادلې پر سره له طالبانو سره د خبرو لپاره د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې د لاسلیک په ورځ یو شپږ کسیزه پلاوی هم قطر ته لېږلی وو.

خو دغه پلاوي قطر کې تر پنځلس ورځو تېرو وروسته د تېرې پنشنبې په ورځ بېرته تش لاس راستون شو، ځکه طالب پلاوی ورسره نه وو کتلي.

جمهورخبري آژآنس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 125934

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125934/

جمهور
  https://www.jomhornews.com