د طالب زندانیانو د خوشي کولو لړۍ تر اوسه نه ده پیل شوې

24 حوت 1398 ساعت 13:25

ټاکل شوې وه، چې نن د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون لړۍ پیل شي خو پخواني طالب چارواکي وايي، لا هم دا لړۍ نه ده پیل شوې.


ټاکل شوې وه، چې نن د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون لړۍ پیل شي خو پخواني طالب چارواکي وايي، لا هم دا لړۍ نه ده پیل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې تر مراسمو دوه ورځې وروسته د پنځه زره طالب زندانیانو خوشي کولو پرمهال صادر کړ.

ولسشمر غني د لوړې مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي و، چې له طالبانو سره یې د زندانیانو په خلاصون یو چوکاټ موندلی او هغه دا چې د دې زندانیانو د خلاصون په بدل کې به طالبان تاوتریخوالی کموي، تر چې اوربند او د بین الاافغاني خبرو پیل ته لار هواره شي.

د ولسشمر د فرمان له مخې ټاکل شوې وه، چې نن د دغه پنځه زره بندیانو له ډلې ۱۵۰۰ کسانو د خوشي کېدو لړۍ چې د ورځې به سل ته خوشي کېږي له پروان زندان څخه پیل شي.

خو پخواني طالب چارواکي سید آکبرآغا نن شنبې د کب ۲۴ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د زندانیانو د خوشي کولو لړۍ تر اوسه نه ده پیل شوې.

نوموړي د زندانیانو د نه خلاصون په اړه نور جزیات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه، چې طالبانو هم تر اوسه د دغه زندانیانو د خلاصون لپاره خپل أاوی نه دی ټاکلی.

د هغه په وینا طالبان ټینګار کوي، چې زندانیان باید د دوی او امریکا تر منځ د کړې هوکړې پر اساس خوشي شي نه د افغان حکومت په غوښتنه.

هغه زیاته کړه«د طالبانو له لوري د پنځه زره زندانیانو نوملړ ورکړل شوی دی، چې د ټاکل شوي پلاوي پر څار باید خوشي شي او هغه هم په لسو ورځو کې خو اوس فکر نه کوم، چې زندانیان د نن خوشي شي.»

سیداکبرآغا وايي، په اوس مهال کې د امریکا او طالبانو د سولې تړون د بین الاافغاني مذاکراتو او زندانیانو د خلاصون په اړه یوه بې نظمي رامنځ ته شوې ده.

که څه هم دغه پخواني طالب چارواکي زندانیانو د نه خوشي کېدو اصلي ټکي ته اشاره ونه کړه، خو ځینې سرچینې وايي، د زندانیانو د خلاصون پر سر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اختلاف د دې لامل شوی، چې حکومت دغه لړۍ پیل نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دوی د سولې پروسې د مخ بېولو او زندانیانو د خلاصون لپاره یوه کړنلاره چمتو کړې او طالبان باید په دې برخه کې همکاري وکړي، تر چې زندانیان خوشي او د سولې پروسه ښه پر مخ ولاړه شي.

د هغه په وینا اوس توپ د طالبانو په میدان کې دی، چې پرېکړه وکړي، د ستونز حل ته لار پیدا کوي او که د ستونزو جوړولو پلوي پاتې کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125942

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125942/

جمهور
  https://www.jomhornews.com