کورنیو چارو وزارت:

تېر کال ۱۰ ولسوالۍ له طالبانو نیول شوې او کابو ۱۰ زره طالبان وژل شوي دي

24 حوت 1398 ساعت 14:49

ملت ته د حسان ورکونې په لړ کې د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېر یوه کال کې ۱۰ ولسوالۍ له طالبانو نیول شوې او کابو ۱۰ زره طالبان وژل شوي دي.


ملت ته د حسان ورکونې په لړ کې د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېر یوه کال کې ۱۰ ولسوالۍ له طالبانو نیول شوې او کابو ۱۰ زره طالبان وژل شوي دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي، چې نن شنبې د کب ۲۴ مه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یادې ناستې پر مهال خبرې کولې و ویل، چې افغان ځواکونو په تېر یوه کال کې ۲۴۱۲ ګډ او ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه کال او عملیاتو کې لس ولسوالۍ له طالبانو نیولې شوې، ۹۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۹۰۰ ټپیان او ۱۹۰۰ ژوندي نیول شوي دی.

د هغه په وینا په وژل شویو، ټپیانو او نیول شویو کسانو کې د طالبانو والیان، ولسوالان او مشهور جنګي او نور قوماندانان هم شامل دي.

هغه د تېر کال په پرتله سږ کال په کابل کې د جرایم ګراف هم ۲۱ سلنه ټیټ وباله او زیاته یې کړه، چې د ټول هېواد په کچه په ۱۳۹۸ کال کې له ۱۶ زره زیاتې جنايي پېښې شوې، چې په تړاو یې تر ۲۰ زره زیات تورن کسان نیول شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې و ویل، چې پولیسو په دې کال کې د نشه يي توکو پر ضد ۳۶۰۰ عملیاتونه تر سره کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه عملیاتو کې له ۴۲۰۰ تنه  د نشه يي توکو په تړاو نیول شوي، د تولید ۹۶ کارخانې او د نشه يي توکو ۳۰ زېرمې هم کشف او له منځه وړل شوې دي.

ښاغلي انداربي زیاتوي، چې دغه راز په دې عملیاتو کې له ۱۱۰۰ زره ټڼه څخه یازت ډول ډول نشه يي توکي، لکه هیروین، تریاک، چرس، مورفیم، خاشخاش، بنګ دانې او کمیاوي توکي کشف او ضبط شوي دي.

دغه راز نوموړي د پولیسو د ظرفیت جوړونې په برخه کې و ویل، چې کورنیو چارو وزارت په یوه کال کې ۱۰۰۰ تنه بهر ته د مسلکي زده کړو لپاره لېږي دي او د ۱۰ زرو نورو تعلمي او مسلکي پلانونه تر لاس لاندې لري.

ده و ویل، چې په ۱۳۹۸ کال کې د کورنیو چارو وزارت عواید ۱۰ میلیارد افغانیو ته رسېدلي او دغه راز یې د پولیسو د ښې اعاشې او اباطې په برخه کې دوه میلیارده او د معاشونو د ورکړې په برخه کې ۳ میلیارده سپما کړې ده.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125946

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125946/

جمهور
  https://www.jomhornews.com