۰

افغانستان هم د کرونا له وېرې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه وتړل

یکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۰
افغان حکومت هم د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي په خاطر هېواد کې ټول دولتي او خصوصي تعلیمي او تحصیلي مرکزونه تړلي دي.
افغانستان هم د کرونا له وېرې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه وتړل
افغان حکومت هم د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي په خاطر هېواد کې ټول دولتي او خصوصي تعلیمي او تحصیلي مرکزونه تړلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په سراتېرژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي، دا اقدام د عامې روغتیا، پوهنې، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو په وړاندیز او د ولسمشر غني په منظورۍ اخستل شوی دی.

هغه په خپل ټوېټر لیکلي«د افغانستان د عامي روغتیا، معارف، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګډ وړاندیز په اساس او د ولسمشر غني له منظورۍ وروسته، ټول دولتي او خصوصي تعلیمي موسسات به د وري/حمل تر ۳۱ ( اپریل ۱۹) پورې تړلي وي.»

افغان حکومت دا اقدام داسې مهال کوي چې په دغه هېواد کې د کرونا پېښې ۱۶ ته رسېدلي دي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت نه یوازې تعلیمي او تحصیلي بنسټونه د یوې میاشتې لپاره بند کړي، بلکې د نوي کال جشن او ټول ورزشي لوبې یې هم لغوه کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي