۰

د کرونا له وېرې نړۍ کې ۴ سوه میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوي

یکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۵
د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره (یونسف) وايي، د کرونا ویروس له وېرې نړۍ کې ۴ سوه میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.
د کرونا له وېرې نړۍ کې ۴ سوه میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوي
د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره (یونسف) وايي، د کرونا ویروس له وېرې نړۍ کې ۴ سوه میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له همدې سره سم یونسکو د انلاین زده کړو لپاره د چین له لوري د رامنځته شوي ډین ټالک مخابراتي سافټوېر کارولو وړاندېز کړی دی.

د یادونې ده، چې کرونا د لومړي ځل لپاره د چین په واهان ایالت کې ولګېده، چې له هغې وروسته ایران او دا مهال د نړۍ ۱۲۲ هېوادونو ته رسېدلې ده.

خو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله یې په چین او ایران کې اړولې او له هغې وروسته ایټالیا او هسپانیه هغه هېوادونه دي، چې دغه ناروغي په کې مخ په پراخېدو ده.

په افغانستان کې هم تر دا مهال د کرونا ویروس ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ۱۰ یې هرات، درې سمنګان، یوه بلخ، یوه کاپيسا او یوه هم دای کنډي ولایت کې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا، پوهنې، لوړو زده کړو او اطلاعاتو کلتور وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ په هېواد کې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه د یوې میاشتې لپاره د کرونا له وېرې ځندول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي