۰

د ټرمپ د کرونا د ازمویښت پایله منفي راوتلې

یکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۹
د سپینې ماڼۍ ډاکټر شان کانلي ویلي راپور یې تر لاسه کړ چې د ټرمپ د ازمویښت نتیجه منفي وه او هغه پر کرونا نه دی اخته شوی.
د ټرمپ د کرونا د ازمویښت پایله منفي راوتلې
د سپینې ماڼۍ ډاکټر شان کانلي ویلي راپور یې تر لاسه کړ چې د ټرمپ د ازمویښت نتیجه منفي وه او هغه پر کرونا نه دی اخته شوی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  ټرمپ د تېرې اونۍ په پای کې په فلوریډا کې په خپل شخصي هستوګنځي کې له یوه برازیلي پلاوي سره کتلي وو.

تر دې کتنې وروسته معلومه شوه چې د دغه پلاوي ځينې غړي په کرونا اخته وو او ټرمپ ته یې هم اندېښنې پیدا کړې وې.

تېره ورځ ټرمپ تیار شو چې خپل ازمویښت ورکړي خو اوس یې پایله منفي وه او دی پر کرونا نه دی اخته شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي