کندهار کې یوه پولیس خپل قوماندان او درې ملګري وژلي

25 حوت 1398 ساعت 10:24

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس د خپلې پوستې قوماندان له درې نورو پولیسو سره یو ځای وژلي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس د خپلې پوستې قوماندان له درې نورو پولیسو سره یو ځای وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د کب ۲۴ مه د کندهار ولایت د ژېرۍ ولسوالۍ په چارسو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي، دغه سیمه ییز پولیس د خپلې پوستې پر قوماندان او ملګرو ډزې کړې، چې په تر کې یې قوماندان او درې همکاران وژلي دي.

د والي ویاند وایي، برید کوونکی پولیس له سیمې په تېښته بریالی شوی، خو د امنیتي ځواکونو له خوا تر تعقیب لاندې دی.

دی زیاتوي، تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه بریدګر د قوماندان سره کومه شخړه کړې او که د طالبانو نفوذي کس و خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې دغه نفوذي برید پر داسې مهال کېږي، چې میاشت وړاندې سیمه ییزه چارواکو د پولیسو په لیکو کې د ۱۲ نفوذي کسانو د نیولو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 125968

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125968/

جمهور
  https://www.jomhornews.com