پولیسو کابل کې محرابي مشهور په رییس جوانان هودخیل نیولی دی

25 حوت 1398 ساعت 10:34

کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د جنايي جرمونو په ځانګړي توګه د غلا په پېښو کې ککړ محرابي نیولی دی.


کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د جنايي جرمونو په ځانګړي توګه د غلا په پېښو کې ککړ محرابي نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د کب ۲۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، محرابي مشهور په رییس جوانان هودخېل د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د غلاوو په سازماندهي کې یې نقش درلود.

د سرچینې په وینا رییس جوانان هودخیل د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند قلعچې سیمې د یوه اوسېدونکي د څلور میلیونه پاکستانۍ کلدارو په غلا کې نقش درلود او د جرم له ترسره کولو وروسته د پولیسو تر څار لاندې و.

په خبرپاڼه کې ویل شوي نوموړي تېره ورځ د پولیسو د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار د ۱۶ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یوه موټر په وسیله له پېژندنې وروسته نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د نوموړي دوسیه به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټونو ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125969

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125969/

جمهور
  https://www.jomhornews.com