افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه کتنه نن یکشنبې د کب ۲۵ مه شوې، چې په کې د ولسشمر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي او په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر هم حضور درلود.
د ارګ خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې دواړو لوریو د سولې پروسې د وروستیو انکشافاتو، راتلونکو ګامونو او همداراز د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي په اړه مفصل بحثونه وکړل.
ارګ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، چې د ولسمشر غني له خوا د دوهم ځل لوړې تر سره کولو وروسته دا لومړی ځل دی، چې له خلیلزاد سره ګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل