ولسمشر غني له خلیلزاد سره پر سولې خبرې کړې دي

25 حوت 1398 ساعت 12:19

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه کتنه نن یکشنبې د کب ۲۵ مه شوې، چې په کې د ولسشمر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي او په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر هم حضور درلود.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې دواړو لوریو د سولې پروسې د وروستیو انکشافاتو، راتلونکو ګامونو او همداراز د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي په اړه مفصل بحثونه وکړل.

ارګ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې د ولسمشر غني له خوا د دوهم ځل لوړې تر سره کولو وروسته دا لومړی ځل دی، چې له خلیلزاد سره ګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125973

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125973/

جمهور
  https://www.jomhornews.com