۰

د ملي امنیت شورا: د طالب زندانیانو په نوملړ لا هم کار روان دی

یکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۷
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دا مهال د زندان څخه خوشي کېدونکو طالب زندانیانو د خوشي کولو په نوملړ کار روان دی.
د ملي امنیت شورا: د طالب زندانیانو په نوملړ لا هم کار روان دی
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دا مهال د زندان څخه خوشي کېدونکو طالب زندانیانو د خوشي کولو په نوملړ کار روان دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غنی تېره اوونۍ د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړل او ویې ویل، چې په دې سره به د طالبانو په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راشي.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې دغه ګام د سولې لپاره د ښه نیت په موخه اخلي او فرمان پر اساس ټاکل شوې وه، چې پرون شنبې د کب ۲۴ مه دغه لړۍ پیل شي.

خو اوس د امنیت شورا چارواکي وايي، دوی د زندانیانو د خوشي کولو لپاره یوه کړنلاره جوړه کړې، چې اوس یې هم په نوملړ کار روان دی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن یکشنبې د کب ۲۵ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، افغان حکومت هڅه کوي او ژمن دی، چې د سولې د رامنځ ته شوي فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د هغه په وینا د همدې لپاره حکومت یوه کړنلاره چمتو کړې، چې پر اساس به یې طالب زندانیان له زندان څخه خوشي شي او دا مهال یې پر نوملړ کار روان دی.

دی وایي، حکومت دغه کړنلاره د دې لپاره چمتو کړې تر څو ډاډ تر لاسه شي، چې خوشې کېدونکي کسان به بیا جګړه ته مخه نه کوي او د طالبانو د جګړې لیکې به نه ګرموي.

د ملي امنیت شورا د ویاند په خبره طالب زندانیان به د هغه کړنلارې له مخې چې افغان حکومت جوړه کړې خوشي کېږي نه د هغه چې طالبانو یې غوښتنه کړې او نوملړ یې دوی ته سپارلی.

دی وایي، څنګه چې دغه نوملړ او کړنلاره بشپړه شي ورسره سم به د زندانیانو د خلاصون لړۍ هم پیل شي، خو دا چې کله کره نېټه یې په ګوته نه کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان له امریکا سره د کړې هوکړې له مخې د پنځه زره طالب زندانیانو په یو وار او یوه ځای د خوشي کېدو باندې ټینګار لري.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي