د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان مشر محمد محقق وايي، د ګوندونو او سیاسیونو له خوا د مصالحې شورا د جوړېدو هڅې روانې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محقق آزادۍ رادیو ته ویلي، دغه شورا له طالبانو سره د سولې خبرو مخ ته وړلو په موخه جوړېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه شورا به د طالبانو سره د پلاوي د خبرو د مدیریت د چارو صلاحیت ولري او د ارګ استازي به هم په کې وي.
هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړي، چې دغه شورا به د ارګ تر چتر لاندې نه وي او په داسې ډول به جوړه شي، چې د افغانستان د ټولو خلکو اراده په کې تمثیل او جامع وي.
محقق دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د پخواني ولسمشر حامد کرزي، حکمتیار، محقق، خلیلي، احدي، باتور دوستم او حاجي دین محمد په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو غونډه درلوده.
د دغه غونډې جزیات لا نه دي په ډاکه شي، خو د محقق له ننیو څرګندونو ښکاري، چې ښايي خبرې یې د مصالحې پر شورا راڅرخېدلې وي.
جمهورخبري آژانس:کابل