د ملي امنیت سلاکار د المان سفارت له شارژدافیر سره وکتل

25 حوت 1398 ساعت 15:02

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب په کابل کې د المان سفارت له شارژدافیر کریسټوف پیلیکیس سره وکتل.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب په کابل کې د المان سفارت له شارژدافیر کریسټوف پیلیکیس سره وکتل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امنیت شورا پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات وايي، دغه لیدنه نن یکشنبې د کب ۲۵ مه شوې ده.

په معلوماتو کې ویل شوي، په دې کتنه کې دواړو خواوو د سولې پر پروسې او په هیواد کې پر روان سیاسي وضعیت خبرې وکړې.

د سرچینې په وینا د ملي امنیت سلاکار هیله وښوده چې د سولې لپاره له لاسته راغلي فرصت نه په ښه توګه ګټه واخیستل شي او ټولې خواوې دې د سولې پروسې د بریالیتوب په موخه کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125988

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125988/

جمهور
  https://www.jomhornews.com