په هېواد کې د کرونا ویروس پنځه نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې

26 حوت 1398 ساعت 8:10

په افغانستان کې د کرونا ویروس د پنځه تازه مثبت پېښو په ثبتېدو سره په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېده.


په افغانستان کې د کرونا ویروس د پنځه تازه مثبت پېښو په ثبتېدو سره په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت تایید کړې، چې د کرونا پنځه تازه پېښې ثبت شوې او په دې سره د کرونا ویروس اخته کسانو شمېر په هېواد کې ۲۱ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت وايي، له دغه تازه ثبت شویو پېښو څخه دوه بیا هم په هرات، دوه په لوګر او یوه په بادغیس ولایت کې ثبت شوې ده.

په هرات کې د کرونا ویروس ټولې پېښې ۱۲، په سمنګان کې درې، لوګر دوه، بادغیس، کاپیسا، بلخ او دایکنډي ولایت کې بیا یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي، تر دا مهال د ۲۶۳ شکمنو پېښو سمپلونه یا بېلګې مرکزي لابراتوارونو ته رسېدلي، چې ۲۱ یې مثبتې او ۲۴۲ یې منفي دي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت وايي، یوه شکمنه پېښه لا هم په مرکزي لابراتوارونو کې تر څېړنې لاندې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 125995

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125995/

جمهور
  https://www.jomhornews.com