پاکستان بیا پر علي وزیر د پاکستان ضد بیانونو تور پورې کړی

26 حوت 1398 ساعت 8:25

پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي او د پارلمان غړي علي وزیر باندې د پاکستان ضد بیانونو او دغه راز د دغه هېواد بیرغ ته د سپکاوي تورونه پورې کړې دي.


پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي او د پارلمان غړي علي وزیر باندې د پاکستان ضد بیانونو او دغه راز د دغه هېواد بیرغ ته د سپکاوي تورونه پورې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر علي وزیر دا تور په داسې حال کې لګول کېږي چې تازه د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې تر ګډون وروسته بېرته پاکستان ته ستون شوی دی.

علي وزیر او محسن داوړ د پاکستاني پارلمان او دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه دوه مخکښ غړي دي چې تل په خپلو ویناوو کې د پاکستان پر استخباراتي او پوځي ادارو د پښتون وژنې تورونه پورې کوي.

دوی تل وایي پاکستاني پوځیان د ترهګرو ساتنه کوي خو هغه کسان چې پر خپله خاوره د خپل حق غوښتنه کوي وژل کېږي او یا هم زندانونو ته اچول کېږي.

د یادونې ده، چې علي وزیر او محسن داوړ تر دې وړاندې هم یو ځل پاکستان د بې ځایه تورونو پر اساس بې ګناه څو میاشتې زنداني کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125996

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125996/

جمهور
  https://www.jomhornews.com