د کرونا له وېرې اروپا کې د تازه اقداماتو او قرنطین لړۍ روانه ده

26 حوت 1398 ساعت 8:37

په ټوله اورپا کې د کرونا ویروس په چټکتیا خورېدو ناورین رامنځ ته کړی او هلته د تازه اقداماتو او قرنطین لړۍ روانه ده.


په ټوله اورپا کې د کرونا ویروس په چټکتیا خورېدو ناورین رامنځ ته کړی او هلته د تازه اقداماتو او قرنطین لړۍ روانه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اروپايي رسنۍ واي، کرونا په اروپايي هېوادونو کې سخت ناورین رامنځ ته کړي او دغه ویروس مخ په پراخېدو دی.

په اروپا کې په ډيری هېوادونو کې کنفرانسونه لغوه شوي پر تجمعاتو بندیز دی او خلک یوازې خپلو کارونو او د خوراکي توکو اخیستو لپاره له کورونو وتلی شي.

راپورونه وايي، په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د وژل شوو او نوو اخته شوو کسانو شمېره لوړه شوې او د وروستیو شمېرو له مخې په دغه هېواد کې ۲۱۱۵۷ کسان په دغه ویروس اخته دي او ۱۸۰۰ کسه یې وژلي دي.

هسپانیه تر ایټالیا وروسته د کرونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې لري او په فرانسه کې هم وضعیت ترینګلی دی او پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

هسپانیه تر ایټالیا وروسته د کرونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې لري او المان بیا غواړي چې نن له فرانسې او ځینو نورو هېوادونو سره پولې وتړي.

المان له خلکو غوښتي چې له غیر ضروري تګ راتګ ډډه وکړي.

امریکا کې هم کرونا د پراختیا په حال کې ده او په ایران کې یې هم د قربانیانو شمېر لوړ شوی دی.

خو په افغانستان کې د دغه ویروس له تازه ثبت شویو پېښو سره په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125999

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125999/

جمهور
  https://www.jomhornews.com