۰
استرالیایی پوځي:

پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

دوشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۳
اې بي سي نیوز په یوه مطلب کې لیکلي، چې استرالیايي ځواکونو په لوی لاس په افغانستان کې ملکي بې، وسلې او بې دفاع خلک په نښه او وژلي دي.
پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل
اې بي سي نیوز په یوه مطلب کې لیکلي، چې استرالیايي ځواکونو په لوی لاس په افغانستان کې ملکي بې، وسلې او بې دفاع خلک په نښه او وژلي دي.

دا خبره وروسته له هغې راپورته شوې، چې تازه استرالیايي رسنیو او یو شمېر څېړنیزو بنسټونو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په تېره د استرالیايي ځواکونو د جنګي جرمونو پلټنه پیل کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې رسنۍ دغه څرګندونې د استرالیايي ځواکونو د یوه پخواني غړي، چې په افغانستان کې یې دنده تر سره کړې ده له قوله راخیستي دي.

دغه پوځي یادې رسنۍ ته ویلي، همکارانو یې په لوی لاس په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کړي او وژلي یې دي.

اې بي سي نیوز په یوه مطلب کې لیکي چې استرالیايي ځواکونه په لوی لاس ملکي، بې وسلې او بې دفاع خلک په نښه کړي دي او له کوم جرم او څېړنې پرته یې وژلي دي.

دغه رسنۍ ته د استرالیا د ځانګړو ځواکونو یوه پخواني غړي ویلي چې دی په ځینو مواردو کې د خپلو همکارانو له لوري د ملکي افغانانو د وژلو شاهد و.

نوموړي زیاته کړې، چې حکومت باید څېړنه وکړي او هغه پوځیان باید محاکمه کړي چې جنایت یې کړی دی او عام خلک یې وژلي دي.

تر دې وړاندې هم پر استرالیايي ځواکونو دغه ډول ادعاوې شوې دي خو د استرالیا حکومت د ګڼو راپورونو له خپرېدو سره سره د خپلو مجرمو پوځیانو پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه دی کړی.

د یادونې ده، چې د بشري جنایتونو د څېړنې نړیوالې محکمې هم پتیلې، چې په افغانستان کې د بهرنیو په تېره بیا د امریکایي ځواکونو د کړیو جنایتونو څېړنه وکړي، خو امریکا یې له دغه کار سره مخالفت ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي