۰
د سارک غړي هېوادونه:

د کرونا د مخنیوي لپاره باید ګډه کاري ډله او وجهي صندوق جوړ شي

دوشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۱
د افغانستان په شمول د سارک غړو هېوادونو مشرانو د کرونا د مخینوي لپاره په بېړنۍ غونډه کې د یوې ګډې کاري ډلې او بېړني وجهي صندو په جوړولو ټینګار کړی دی.
د کرونا د مخنیوي لپاره باید ګډه کاري ډله او وجهي صندوق جوړ شي
د افغانستان په شمول د سارک غړو هېوادونو مشرانو د کرونا د مخینوي لپاره په بېړنۍ غونډه کې د یوې ګډې کاري ډلې او بېړني وجهي صندو په جوړولو ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بېړنۍ غونډه چې پرون یکشنبې د کب ۲۵ مه مازیګر مهال د ویډیويي کنفرانس له لارې وشوه، د افغان ولسمشر غنی، د هند لومړي وزیر مودي، د پاکستان د روغتیا وزیر او د سارک د نورو غړو هېوادونو مشرانو په کې برخه درلوده.

دغه مشرانو په خپلو خبرو کې د کرونا د مخنیوي او نه خورېدو په اړه خپل نظرونه سره شریک کړ او د یوې ګډې کاري ډلې او وجهي صندوق په جوړېدو یې ټینګار وکړ.

ولسشمر غني په خپلو خبرو کې و ویل، چې د سیمې هېوادونه باید داسې روښانه کړنلارې تر لاس لاندې ونیسي، تر څو د دغه ناروغۍ منفي تاثیرات راکم کړي.

د هغه په د سارک غړی هېوادونه باید یوه ګډه کاري ډله رامنځ ته کړي تر څو له نېږدې یو له بل سره د دغه ناروغۍ د مخینوي لپاره وقایوي تجربې سره شریکې او یو له بل سره همکاري وکړي.

ښاغلي غني د پولو تړل یو مهم اقدام وابله خو ټینګار یې وکړ، چې د درملو او لومړنیو موادو لېږد رالېږد نباید د سارک د غړو هېوادونو تر منځ محدود شي.
 
په دغه کنفرانس کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي کرونا ویروس سیمه کې مخ په خورېدو وباله او ویې ویل، چې د سیمې د نفوذ زیاتوالي ته په کتو باید د دغه وییروس پر وړاندې په ګډه مبارزه او جدي اقدامات تر سره شي.

هغه ټینګار وکړه، چې د کرونا د مخنیوي لپاره د یوه ګډ بېړني وجهي صندوق د جوړېدو اړتیا ده او هند چمتو دی، چې ۱۰ میلیونه ډالر له دغه صندوق سره مرسته وکړي.

دی وايي، له دغه صندوق څخه د سارک غړي هېوادونه کولی شي، د اړتیا وړ پیسې پر وخت تر لاسه کړي تر چې د دغه ویروس د خورېدو مخنیوی وشي.
ولسمشر غني هم ډاډ ورکړه، چې افغانستان چمتو دی، چې په دغه صندوق کې خپله ونډه واخلي.

په یاد کنفرانس کې د هند لومړي وزیر پر دې هم ټینګار وکړه، چې د سارک د غړو هېوادونو د روغتیا وزیران باید یوه اوونۍ وروسته دغه ډول یو کنفراس جوړي او دغه راز د سیمې اقتصادي وضعیت باید تحلیل شي.

د سارک غړي هېوادونه د کرونا د مخینوي په موخه دغه کنفرانس پر داسې مهال تر سره کوي، چې یاد ویروس اوس د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې هم تر اوسه د دغه ویروس ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې، په پاکستان کې یې هم شمېر مخ پر ډېرېدو دی او په هند کې تر اوسه یوه پېښه ثبت شوې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي