د کرونا د مخنیوي په موخه د حکومت تازه اقدام، پر یو لړ مراسمو او ځایونو بندیز لیګېدلی دی

26 حوت 1398 ساعت 11:30

افغان حکومت د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي په موخه په یوه تازه اقدام کې پر یو لړ مراسمو او ځایونو بندیزونه لګولي دي.


افغان حکومت د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي په موخه په یوه تازه اقدام کې پر یو لړ مراسمو او ځایونو بندیزونه لګولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر رسنیو ته ویلي، حکومت پرېکړه کړې، چې په یو لړ مناسبتي مراسمو، د ودونو مراسمو، هوټلونو، حمامونو او سونا حوزونه وتړي.

نوموړي زیاته کړې ښاروالیو او کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې، چې په دې برخه کې خپل اقدامات تر سره کړي او دغه ځایونه وتړي.

د یادونې ده، چې حکومت تر وړاندې د کرونا د مخنیوي په موخه د هېواد ټولې دولتي او خصوصي تعلیمي او تحصیلي ادارې د یوې مباشتې لپاره وتړلې.

حکومت دغه اقدام د عامې روغتیا، پوهنې، لوړو زده کړو او اطلاعاتو کلتور وزارت په وړاندیز او د ولسمشر محمد اشرف غني په منظور تر سره کړ.

افغان حکومت دغه اقدام پر داسې مهال اخلي، چې په هېواد کې د کرونا پنځه تازه پېښو په ثبت سره پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۱ تنو ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، ۱۲ پېښې په هرات، درې په سمنګان، دوه په لوګر، او یوه یوه په کاپیسا، بلخ، بادغیس او دایکنډي ولایتونو کې ثبت شوې ده.

جمهورخبري أژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 126011

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126011/

جمهور
  https://www.jomhornews.com