هرات: د کرونا ویرویس مشکوکو ۳۸ کسان له رغتون تېښته کړې

27 حوت 1398 ساعت 7:35

سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د کرونا ویروس د قرنطین له روغتون څخه ۳۸ تنه مشکوکو کسانو تښته کړې ده.


سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د کرونا ویروس د قرنطین له روغتون څخه ۳۸ تنه مشکوکو کسانو تښته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه کسان پرون دوشنبې د کب ۲۶ مه  په خپل سر او د ډاکترانو له اجازې پرته له شاوخوا څلور بجې په ډلیزه توګه له روغتون څخه پېښې سپکې کړې او تښتېدلي دي.

د هرات د ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالحکیم تمان ویلي دغه کسانو په ډلیزه توګه پر روغتیايي کارکوونکو برید وکړ او د هرات روغتون د قرنطین څخه وتښېدل.

دی وايي، دغه ۳۸ تنه چې دوه مېرمنې هم په کې وې لوړس یې د مرکز ښيښې ماتې کړې او وروسته د روغتون حویلۍ ته راوتلي او پرته له دې چې له امنیتي کسانو مخ ونیسي ټول له روغتون څخه وتلي دي.

د هغه په وینا یو ناروغ چې د دایکندي اوسیدونکی دی او د کروناویروس یې مثبت دی هغه هم ددغو تښتیدلو کسانو په ډله کې شامل دی.

خو د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده، دا موضوع ردوي او وایي چې یو شمیر مریضان د روغتون د ډاکترانو په مشوره له روغتون رخصت شوي دي.

اوس د هرات په روغتون کې په کرونا ۱۷ تنه اخته کسان په قرنطین کې دي.

د افغانستان د عامه روغتیا د وزارت د مقاماتو په وینا اوس ضدې هیواد کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر ۲۲ ته رسیدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126027

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126027/

جمهور
  https://www.jomhornews.com